د مشرانو جرګې رئيس وايي، پاکستان غواړي، چي د کاناډايي کورنۍ له قضيې څخه په ګټي اخېستني د ځان په وړاندي د نړيوالو ذهنيت بدل کړي.
فضل هادي مسلميار ددې جرګې د تېري يکشنبې ورځي په عمومي غونډه کي وويل، دغه کورنۍ له پخوا څخه په پاکستان کي وه او پاکستان وغوښتل، چي ددوی د سپارلو لپاره زموږ خاوره د ځان وسيله کړي، ځکه اوس امريکا د پاکستان په وړاندي بل نظر لري.
تېره اوونۍ چهارشنبه، چي کله دغه کاناډايي خاوند او امريکايي مېرمن يې له ۳ ماشومانو سره د تښتونکو له بنده خلاصه شوه، د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان وستايه. خو ټينګار يې وکړ، چي اسلام اباد بايد په سيمه کي د امنيت د ټينګښت لپاره لا ډېري هڅي وکړي.