خبريال: جواد (داوري)
امنيتي چارواکي وايي، د نادعلي ولسوالي په يو شمير سيمو کي چاڼيز عمليات روان دي، چي تر دې مهاله يې ګڼ شمېر سيمي تصفيه کړي دي.
د هلمند ولايتي شورا رئيس له امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي، چي تصفيه سوي سيمي وساتي او بيرته يې خوشي نه کړي. دغه عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پرمخ وړل کيږي. عملياتي ځواکونه وايي، له امنيتي تهديد سره چنداني نه دي مخ سوي، خو د ماينونو شمېر زرګونو ته رسيږي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافي د يوې خبري ناستي پرمهال وويل، عمليات د پلان سره سم روان دي. ددغو عملياتو مشري د سرحدي پوليسو د لوا درستيزوال عبدالقادر زهير پر غاړه ده.
نوموړی وايي، د نادعلي او مارجې ولسواليو عمومي لار د ترافيکو پرمخ خلاصه سوه او اوس عمليات په کليوالو سيمو کي روان دي، چي تردې مهاله د نادعلي دوې حوزې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پر همدې مهال د هلمند ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل له امنيتي ارګانونو څخه غواړي، چي تصفيه سوي سيمي وساتي او د تېر په څېر يې بيا وسله والو طالبانو ته ور خوشي نه کړي.
دی زياتوي تر دې مهاله د سيمي د اوسېدونکو د معلوماتو پر اساس عمليات په ښه ډول پر مخ روان دي، خو ستونزه داده، چي په کرنيزو مځکو کي د جوارو د کښتونو له امله لېري سيمي نه ليدل کيږي، نو ځکه پياده ځواکونو ډېر پرمختګ نه لري.
په نادعلي ولسوالي کي عمليات په داسي حال کي پيليږي، چي د مارجې په مرکزي سيمو کي جګړو بيا زور اخيستی دی. د مارجې امنيتي چاوراکي وايي، وسله وال طالبان کوښښ کوي، د نادعلي عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي، نو ځکه يې د مارجې پر مرکز د جګړې فشار زيات کړی دی.