خبريال: نور ګل (اندړوال)
د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي څوارلس کيلومټره سړک جغل اندازي او دېرش پلچکونه يې په پاخه او اساسي ډول رغول کيږي.
د بغلان دکليو او پراختيا رياست رئيس اول خان احمدزی وايي، چي دغه پروژه په شپږو مياشتو کي بشپړيږي او په ورځڼي ډول يې پنځوسو تنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده. هاخوا د سيمي اوسېدونکي د داسي پروژو په پلي کېدو خوښ دي، خو پر کلک نظارت يې ټينګارکوي.
د بغلان په رغنيزه برخه کي د سړک جوړوني د پروژې پرانيستنه د پرمختګ يوبل ګام و.
له دې پروژې څخه په مستقيم ډول ۲۳۲۰ کورنۍ برخمني کيږي او په غيرمستقيم ډول ترې ۵۰ کلي ګټه پورته کوي.
د بغلان اوسېدونکي ددې پروژې د پلي کېدو څخه خوښ تر سترګو کيږي او د رغنيزو پروګرامونو ترڅنګ د کارموندني په برخه کي هم دا يو ګټور ګام بولي او له حکومته غواړي، چي دا ډول نوري پروژې هم پلي کړي.
دلته قومي مشران او د پرمختيايي شوراګانو مسوولين پر حکومت نيوکه کوي او وايي، څنګه چي اړتيا وه، ورته کار نه دی شوی او پنځلس کاله راليږل شوو مسولينو په تشو وعدو خلک غولولي دي.
په بغلان کي نيوکي په حکومت دادي، چي د رغنيزو پروژو په برخه کي په سم ډول نظارت نه ترسره کوي، ځکه خو دکيفيت له اړخه ځيني وختونه رغنيزي پروژې سمي نه وي.