خروټی: د امريکا د نوي ستراتيژۍ سره سم به بهرني ځواکونه په روزګان کي مېشت شي

د روزګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د امريکا د نوي ستراتيژۍ سره سم به بهرني ځواکونه په روزګان ولايت کي يوه دايمي اډه جوړه کړي.

ددغه ولايت والي محمد نذير خروټي رسنيو ته وويل، چي د دوی په غوښتنه بهرني ځواکونه غواړي، په روزګان ولايت کي د امنيت د ټينګښت په موخه خپل يو شمېر سرتېري ځای پر ځای کړي، چي له افغان ځواکونو سره به د هوايي ملاتړ ترڅنګ په سلا مشورو، روزنه، اکمال او تجهيز کي مرسته وکړي.

نوموړی وايي، چي تراوسه د بهرنيو ځواکونو شمېر معلوم نه دی، چي څومره شمېر بهرني سرتېري به دغه ولايت ته راشي، خو وايي چي ډېر ژر به مېشت شي.

له دې سره د ملي اردو مسؤلين وايي، چي په روزګان کي همدا اوس د دوی عمليات روان دي او د پام وړ پرمختګ يې کړی دی. په روزګان کي د ملي اردو د څلورمي پلي لوا قوماندان رحمت شاه قيمتي وايي، چي عمليات افغان ګډ ځواکونه مخ ته وړي، خو که اړتيا شي، بهرني ځواکونه يې هم هوايي ملاتړ کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...