چارواکي وايي، چي په غورک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
څو مياشتي مخکي داسي راپورونه ورکړل شوي وو، چي وسله والو طالبانو د غورک ولسوالۍ نيولې ده، خو امنيه قومانداني وايي، چي وسله والو طالبانو هېڅکله د ولسوالۍ مرکز نه و نيولى، بلکي ځيني سيمي يې نيولي وې.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني رسنيو ته وويل، چي د غورک ولسوالۍ د بشپړي تصفيې په موخه له تېرو ۳ ورځو راهيسي هلته چاڼيز عمليات پيل شوي دي. هغه زياته کړه، چي ددغو عملياتو په ترڅ کي تراوسه يو شمېر سيمي له وسله والو پاکي او د هغوى لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو نوموړي د وسله والو د کره مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه درلودل.
بل خوا په دغه ولايت کي د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چي په يادو عملياتو کي تر ٢٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي. سرچينې زياته کړې ده، چي د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا سيمي ټولي له وسله والو مخالفينو څخه پاکي شوي دي.