خبريال: محمد يار (مجروح)
د کندهار د پوهني رياست لخوا په کندهار کي د کثيرالرشتوي انسټټيوټ د تعمير د بنسټ ډبره کښيښودل سوه.
د پوهني رياست مسوولينو به وينا په ياد مرکز کي به د کندهار تر څنګ د نورو ولايتونو محصلين هم زده کړي کوي. کندهار والي دا يو پر ځای او ښه ګام بولي او وايي، چي د پوهني رياست سره په ګډه هڅه کوي، چي د پوهني په برخه کي لا هم ډېر پرمختګ راسي.
د کندهار د پوهني رياست لخوا د دغه ولايت په عينو مېنه کي د کثيرالرشتوي انسټيټوټ د بنسټ ډبره کښيښودل سوه. دغه راز د پوهني رياست د صفيه عمه جاني په ښوونځي کي شپږ صنفه تعمير هم د ښوونځي لپاره ګټي اخيستي ته وسپارل سو.
د کندهار د پوهني رياست رئيس عبدالقادر پيوستون وايي، سږ کال يې تر ډيره د ښوونځيو د بيا ترميم چاري پيل کړي دي. هغه وويل، دا مهال د کندهار په لسګونو ښوونځيو کي د ترميم چاري رواني دي. همدا ډول د کندهار د پوهني رئيس د کثيرالرشتوي انسټيټيوټ په اړه وويل، چي په ياد انسټيټيوټ کي به د زون په کچه ښځينه او نارينه محصلين زده کړي کوي.
پر همدې مهال د کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د پوهني رياست وروستي کارونه وستايل او د افکو کمپنۍ څخه يې مننه وکړه، چي له پوهني رياست سره يې زياته همکاري کړې او دغه رياست ته يې مځکه په واک کي ورکړې ده.
والي د ښځو تعليم ضروري وباله او زياته يې کړل، چي بايد د پوهني په برخه کي لا زياتي هڅي وسي. زلمي ويسا زياته کړه، چي ياد انسټيټيوټ به د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ورغول سي او د زون په کچه به محصلين پکښي زده کړي کوي.
کندهار والي خلګو ته ژمنه ورکړه، چي د هري پروژې د کيفيت مسوول دی او په سمه توګه به رغول کيږي. په دې وروستيو کي د کندهار د پوهني رياست لخوا د پام وړ فعاليتونه ليدل کيږي، خو لاهم زيات شمېر کسان په دغه رياست کي د پراخ فساد خبره کوي.