حنيف اتمر: د دولت ضد ډلو شمېر درې چنده لوړ سوی دی

په افغانستان کي د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده لوړ سوى دی.

د ملي امنيت شورا سلاکار په هېواد کي سياسي بې اتفاقي او اداري فساد لويي ننګوني بولي او وايي، چي د دولت د وسله والو مخالفينو له هرو څلورو څخه يو يې بهرنى دى. هغه زياتوي، چي په افغانستان کي د دولت وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده سوى، خو نړيواله ټولنه به د دې ډلو تر نابودۍ پوري له افغانستان سره وي.

د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر په کابل کي د کورنيو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د سيمه ييزو زونونو او سرحدي لواګانو قوماندانانو په يوه غونډه کي وويل، چي اوه کاله وړاندي۳۸۰زره افغان ځواکونو د ۱۴۰زره بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د څو ترهګرو ډلو پر وړاندي مقابله کوله.

نوموړي د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر په ګوته نه کړ، خو په وينا يې، په ٢٠١٤ کال کي له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده لوړ سوى دی، خو افغان ځواکونو يې په وړاندي مقابله کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...