پکتيا: د هوايي بريدونو په پايله کي ۱۵ وسله وال طالبان وژل سوي دي

د پکتيا په دوو ولسواليو کي د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.

د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کمين شينواري رسنيو ته وويل چي تېره چهارشنبه د شپې بهرنيو ځواکونو ددې ولسوالۍ په بوکر سيمه کي هوايي بريدونه کړي دي. هغه وايي، چي په دغو بريدونو کي ١١ وسله وال طالبان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، چي د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. دغه راز د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم هم رسنيو ته وويل، چي د احمدابا ولسوالۍ په وچ غړک سيمه کي بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي، چي په دغو بريدونو کي څلور وسله وال طالبان وژل سوي او درې نور ټپيان دي. د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي، چي په سيد کرم او احمد ابا ولسواليو کي ١٥ طالبان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...