په کندهار کي دپنځوس بستريز روغتون مسئولین: سږ کال کورونا ته پوره اماده ګي لرو

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د کورونا د لومړۍ څپې په راتګ سره په دغه ولايت کي د کورونا په روغتون ډېري ستونزي ليدل کېدې، چي خلګو هم شکايتونه ور څخه کول، د دې تر څنګ د کورونا سره د مبارزې په راغلو پیسو کي فساد خلګ پر کورونا بې باوره کړه.

خو روغتيا مسئولین وایي، چي کندهار ته د کورونا دوهمه څپه هم راغلې ده، چي سلګونه کسان په اخته سوي دي.

په کندهار کي د کورونا پنځوس بستره روغتون د باران مؤسيسې ته سپارل سوی دئ، چي د دغه روغتون سرطبیب شمس الرحمن دولتزی وایي، د تېر په پرتله دوی د کورونا له پاره پوره اماده ګي لري او هغه ستونزي چي تېر ځل وې، تر ډېره حل سوي دي.

هغه وايي، د دوی روغتون پنځوس بستره دئ، خو د سلو بسترو له پاره استفاده ور څخه کولای سي او که چيری ناروغان ډېريږي، نو دوی کولای چي تر درېيم پلانه پوري د عينو مېني ۳۵۰ بستره روغتون ټول ورته ځانګړی کړي.

د دولتزي په خبره، دا مهال په ياد روغتون کي دوی ۳۲ کسه ناروغان لري، چي له جملې ۲۳ مثبت دي او پاته یې مشکوک دي.

په دغه روغتون کي د کورونا څخه روغ سوي او د ناروغانو فایوازان وايي، چي په روغتون کي يې تداوي سوې او دولت ته په هر برخه کي لازم امکانات رسېدلي دي.

خو وايي، چي د روغتون نظافت دي لا ډېره پاملرنه وسي، څو ناروغان پکښي لا ډېر ارام اوسي.

دوی وایي، د سرګرمۍ لپاره په روغتون کي امکانات نسته ولي دوی کولای سوای، چي خپل کتابونه مطالعه کړي او تر څنګ يې ځيني ډاکټرانو دوی ته لازمي مشهورې هم کولي، چي دا دوی لپاره يو ډول روحيه وه.

د دغه روغتون مسولين وايي، چي دوی ته د مصنوعي اکسېجن ځيني توکي رسېدلي خو ځيني توکي يې لاهم نه دي رسېدلي، نو ځکه دوی تر اوسه هم د منصوعي اکسېجن خدمات نه لري.

د دې تر څنګ دوی وايي، چي په روغتون کي ځيني ښځينه ناروغان په ولادي برخه کي له ستونزو سره مخ دي، خو دوی د نسايي ولادي برخي مختصيصه نه لري او غوښتنه کوي، چي په دغه برخه کي دي هم يوه متخصصه ورته وګومارل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...