د افغانستان لپاره د ناروې سفيري د ښځو او نجونو په وړاندي د تاوتريخوالي د عاملانو لپاره د مجازاتو غوښتنه وکړه.
هغې له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چي د نجونو پر زدهکړو ډېره پانګونه وکړي. ماري سکوري پرون چهارشنبه په کابل کي د نجونو د نړيوالي ورځي په لمانځغونډه کي وويل، افغان نجوني له زياتو ستونزو سره مخ دي او زدهکړو تهيې لږه پاملرنه سوې ده. د ناروې سفيري تر وخت مخکي ودونه، په بدو کي د نجونو ورکړه، جنسيتي تبعيض او نور مسايل د افغان نجونو په وړاندي عمده ستونزي يادي کړې.
د افغانستان د پوهني وزارت وايي، په خپله هغه ستراتېژۍ کي يې چي د راتلونکو پنځو کلونو لپارهيې ترتيب کړې ده، د نجونو زدهکړو ته خاص پام اړول سوى دى..