رپوټ: مهتمم صالح
د میلادی کال د سيپټېمبر دېرشمه د ژباړي يا ترجمې نړيواله ورځ ده، چي د دغه ورځي په مناسبت په کندهار کي ليکوال او ژباړونکی حاجي نوراحمد قرانمل وايي، هغه کسان چي کتابونه ژباړي بايد له ژباړل سوي ژبي څخه تر اتيا سلنه پوري پیغام خپلي ژبي ته انتقال کړي، تر څو خلګ استفاده ورڅخه وکړي.
هغه وایي، هغه ژباړل سوي اثار چي پر دوهم يا درېيم لاس وي، تر ډېره يې خپل اصلي پیغام له منځه وړی وي، نو لازمه ده، چي ژباړونکي اثار له اصلي ژبي څخه وژباړي.
د قرانمل په خبره، ډېر ژباړونکي چی کله متن ژباړي، نو خپله یې هم په مفهوم نه پوهېږي او نه سی کولای چي نورو خلګو ته يې تفسير کړي، چي باید ژباړونکی په ژباړل سوې ژبه تر ۸۵ سلنه پوري معلومات ولري.
د قرانمل په وينا، هغه کسان چي د ملي او ديني احساس له مخي کتابونه ژباړي، بايد د ژبي معيارونه په نظر کي ونيسي او تر څنګ يې د ژباړي يو داسي معيار په نظر کي ونيسي، چي پر د پښتو ژبي د ټولو لهجو موافقه وي.
هغه وايي، په ګوګل کي هم په هغه اندازه د پښتو ژبي ته کار نه دئ سوی له څنګه چي ښایي، چي په وينا یې بايد ګوګل ته د پښتو ژبي دوه لکه لغاتونه اپلوډ سوي وای، چي دا تر اوسه نه دئ سوی.
هغه وایي، پخوانیو پښتو ژباړونکو تر يو اندازې د پښتو ژبي اثار نورو ژبو ته اړولي وه، چي ښه مثال یې کابلی تفسیر او پټه خزانه ده، چي نورو ژبو ته اړول سوي دي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس حکمت الله افغان وایي، ژباړونکي دي د ټولني د اړتيا وړ کتابونه وژباړي، څو د ټولني د کلتور سره په ټکر کي ونه اوسی او تر څنګ یې د ټولني اړتياوي هم پوره کړي.
هغه وايي، پلان لري، چي په نژدې راتلونکي کي د ژباړونکو د روزني يو مرکز پرانیزي، چي د مسلکي کسانو لخوا به ژباړونکي روزل کيږي.
افغان زیاتوي، تر اوسه یې د امکاناتو د نه شتون له امله د ژباړونکو اثار نه کتل، خو له دې وروسته به ژباړل سوي اثار د دوی تر سانسور لاندي وي.
په کندهار کي دا مهال د ځينو ځوانو ژباړونکو لخوا ښه کتابونه ژباړل سوي، چي ليکوالان یې ښه ګڼي، خو د ټولنیزو رسنیو ډېره کارونه ځوانان د مطالعې کولو څخه ليري کړي.
خلک وايي، ځوانان دي د ټولنيزو رسنيو تر څنګ د کتاب مطالعې ته هم وخت ورکړي، څو وکولای سي، چي پر ډېرو مضوعاتو برلاسي سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون