په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي اېل پروژې په مالي ملاتړ د خصوصي سکتور شلو تنو ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح په برخه کي لس ورځنۍ روزنه او وسایل ورکړل سوه.

د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رئيس حفیظ الله سعیدي وايي، دغه پروګرام د ساحوي وترنرانو له پاره ډېر جوړ سوی، چي د دوی له پاره مهم وو، ځکه دوی به وکولای سي چي د څارویو د نسل په اصلاح کي اغېزمن فعالیت وکړي.

هغه وايي، پر دغه پروژې اويا زر امريکايي ډالر لګښت راغلی دئ.

حيواني ډاکټران چي په دغه پروګرام کي يې ګډون کړی وايي، د مصنوعي القاح په برخه کي ښه روزل سوی دئ، او اوس کولای سي، چي اويا سلنه په صحيح ډول منصوعي القاح تر سره کړي.

ډاکټران وايي، دوی به وکولای سي چي د دغه روزني او وسایلو په مرسته د غواوو د نسل په اصلاح کي اغېزمن فعالیت وکړي.

دوی غوښتنه کوي، چي په دغه برخه کي دي مؤسيسات دوی ته نوره روزنه هم ورکړي، څو وکولای سي، چي سل فیصده سمه مصنوعي القاح تر سره کړي.

په دې وروستيو کي په کندهار کي مالدارۍ وده کړې ده او په دې برخه کي خصوصي سکټور د پام وړ پانګونه کړې ده.

د کرهڼي ریاست مسولين وایي، په کندهار کي هره ورځ یونیم لک لېټره شیدې بازار ته وړاندي کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...