رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار پوهنتون کي د علمي خپرونو له پاره د پوهنتون ږغ په نوم محلي راډيو نشرات پیل کړه.
د کندهار پوهنتون تدريسي مرستيال شېرشاه رشاد وايي، دغه راډيو به د کندهار ښار تر څنګ په ولسواليو کي هم نشرات ولري، چي اوس يې د دوو مياشتو له پاره په امتحاني شکل نشرات پیل کړي دي.
هغه وايي، په ياده راډيو کي به هغه ټول د پوهنتون علمي موضوعات په تفصلي شکل خپرېږي.
په کندهار کي خبريال او د طلوع افغان ورځپاڼي مسئول مدير محمد ابراهيم سپېڅلی د پوهنتون ږغ راډيو د نشراتو پيل نېک ګام ګڼي او وايي، ښايي دغه راډيو د کندهار نورو راډيو ګانو ته هم د لارښود په توګه کار وکړي.
هغه وايي، په کندهار کي ځيني محلي راډيوګاني داسي خپروني لري، چي اورېدولو وړ نه وي، خو دغه راډيو به د هغوی له پاره هم معيار ټاکونکې وي.
د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيس جميل احمد ناصري وايي، دا راډيو د کندهار پوهنتون د محصلانو د عملي کار له پاره تر ټولو ښه ځای دئ، چي د اوس له پاره دوی دوه ساعته نشرات لري او د راډيو کارکونکي يې هم اووه تنه دي.
هفه وايي، پلان چي هم د نشراتو وخت ډېر کړي او هم د خپرونو لپاره تشکل ډېر کړي.
ناصري وايي، په پوهنتون ږغ راډيو کي د بېلابيلو پوهنځيو د استادانو څخه استفاده کيږي، چي د هغوی په مرسته به روغتيايي، کرنيزي، ژورنالستي او نوري پوهنيزي خپروني خپريږي.
د راډيو د نشراتو د پیل تر څنګ په کندهار پوهنتون کي د خپلواکۍ ۱۰۱ کليږه هم ولمانځل سوه، چي مسولين وايي، د راډيو نشرات يې هم د خپلواکۍ په وياړ اوس پیل کړه.