د کندهار ښار اوسېدونکي د محبس مخته سړک بندېدو په تکلیف کړي دي

دوی وايي، پر دغه سړک د ترافيکي وسايلو تګ راتګ ډېر دئ، خو امنيتي کسانو د محبس په خاطر بند کړی دئ، چي د ټرافيکي پيښو تر څنګ یې په دا ډېره ګرمۍ کي ګڼه ګوڼه هم جوړه کړې ده او خلګ یې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.

خلګ وايي، په دغه سيمه کي کاروبار په ټپه درېدلی دئ او دوی ئې اقتصادي تاوانیان کړي دي.
دوی د مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي يا دي دغه سړک خلاص کړي او يا دي هم کندهار محبس له دغه سيمي څخه انتقال کړي، ځکه پر دغه سړک د کندهار ښار او جنوبي ولسواليو تر څنګ د هرات، هلمند، فراه، نيمروز او حتی له ایران راتلونکي موټران هم تګ راتګ کوي.

امنیتي کسانو دا سړک د امنيتي ستونزو له امله تړل سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...