خبريال: سيد داود (قادري)
د کندهار د ملي پوليسو په روزنيز مرکز کي د لومړي ځل لپاره د کمپيوټر د زده کړي کورس پيل سو.
ددغه روزنيز مرکز چارواکي وايي، دغه کورس به دوې مياشتي دوام ولري او پوليس به ترې ډېر څه زده کړي. ددوی په خبره، غواړي د نورو نظامي زده کړو تر څنګ پوليسو ته د کمپيوټر په برخه کي هم زده کړي ورکړي، ترڅو له دې زده کړو سره هم پوليس بلد سي.
د کندهار د ملي پوليسو د روزنيز مرکز مسولين وايي، په دې برخه کي لومړي کم شمېر پوليسو ته زده کړي ورکوي، چي وروسته به په دې برخه کي ټول پوليس افسران وروزل سي. ددغه مرکز مسوولين وايي، د کمپيوټر په برخه کي زده کړي اوس مهال هغه کسانو ته ورکول کيږي، چي هغوی به وروسته نورو پوليسو ته زده کړي ورکوي.
د ياد مرکز د کمپيوټر يو استاد خان اغا وايي، دغه فارغين به وکولای سي، چي د پوليسو د دندي پر مهال په اداري کارونو کي مرسته وکړي. په ورته وخت کي په زده کړو بوخت پوليس وايي، دوی له پخوا ډېر څه زده کړي دي او وبه کولای سي، چي د دندي پر مهال اداري چاري هم پر مخ يوسي.
دوی زياتوي، چي په دغه روزنيز مرکز کي يې اوس مهال د کمپيوټر د ټايپينګ، افيس او نور پروګرامونه زده کوي، چي دا به د دوی سره د دندي پر مهال ډېره مرسته وکړي. د کندهار د پوليسو د روزنيز مرکز مسوولين وايي، د عصري ټکنالوژي سره بايد ټول پوليس بلد سي، ځکه اوس په هره برخه او هرځای کي له کمپيوټر او انټرنيټ څخه کار اخيستل کيږي، چي د پوليسو لپاره هم دا يوه اړتيا ده او د دوی پر دنده ډېر ښه اغېز کوي.