د ۱۳۹۹ل. کال د چنګاښ پر ۲۹مه په کندهار پوهنتون کي د کانکور آزموينه داسي مهال پیل سوه، چي د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق، د پوهنتون استادانو او د کانکور د ملي ادارې څخه راغلي پلاوي، چي مشري ئې پوهنوال عبدالشکور داوري کوله، ګډون درلود.د کانکور آزمویني د پیل پر مهال د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق خوښي وښودله، چي سږ کال د نورو کلنو په پرتله د کانکور په آزموینه کي د ګډون کوونکو شمېر زیات دئ، چي په خبره ئې ښايي په راتلونکو وختونو کي دغه شمېر نور هم لوړ ولاړ سي. د کندهار پوهنتون خپل لمړی ظرفیت (۲۰۰۰) تنه دئ، چي ۱۰ پوهنځي او (۴۳) فارغه ورکوونکي څانګي به ئې جذب کړي.نوموړي د کانکور ملي ادارې، د کندهار ولایت رسنۍ او ټولو محصلانو ته خبر ورکړ، چي کندهار پوهنتون نور محصل ته تبدیلي نه ورکوي نو په خپل انتخاب کي ډېر غور وکړئدا راز د کانکور آزمویني د کمېټې مشر پوهنوال عبدالشکور داوري وویل، د کانکور ازمویني د پروسې د پوره شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چي کانکور يوه ملي پروسه ده، باید ملي پاته سي او هیچاته لاسوهني اجازه نه ورکول کېږي.باید یاده کړه سي چي سږ کال د ۱۲ فارغانو، MPH د ماسټرۍ پرګرام، داخل خدمت او شپې کانکور آزموینه ټول پر یوه وخت د پنځو ورځو په جریان کي اخیستل کېږي، همدارنګه سږ کال په کندهار کي د کانکور له پاره (۴۷۴۱) تنو نومونه ثبت کړي دي، چي له جملې څخه ئې (۷۰۵) تنې نجوني دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون