کندهاري تجاران او کمېشنکاران: د ګمرک رئیس باید له وظیفې برطرفه او څارنوالۍ ته معرفي سي

رپوټ: مهتمم صالح

له تيرو څلورو میاشتو څخه چي د کندهار د ګمرک ریاست ته اوسنی رئیس ټاکلی سوی  دئ، د تجارانو شکايتونه ځیني ډېر سوي دي.

اوس په دغه ولايت کي تجاران او کمېشنکاران شکايت کوي، چي د ګمرک رئیس ځيني تجاران وهلي ډبولي او سپکي سپوري يې ورته ویلي دي.

دوی د هغه د دې کار پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه يې ورکړه.

دوی ادعا کوي، چي د ګمرک رئیس په لوی لاس تجاران په قاچاقي ډول وارداتو ته مجبوره کړي دي.

دوی د ګمرک پر رئيس تور پوري کړ، چي د کندهار ولايت ټولو مشرانو ته يې ښکنځل کړي او غواړي، چي تجاران له پښو وغورځوي.

دوی وايي، د کورونا له امله د دوی موټرونه لومړی په ګاونډيو هيوادونو کي ډېر وخت ولاړ وي، بیا يې د ګمرک رئيس ډېر وخت په قصدي شکل دروي، څو وارد سوي توکي خراب او تجارانو ته زیان ورسيږي.

دوی وايي،  که په دوو ورځو کي دولت دغه رئيس له دندي برطرفه نه کړ او څارنوالۍ ته یې معرفي نه کړ، دوی يې له ګمرکه باسي.

دوی د کندهار ګمرک دروازه هم وتړل او مخته يې د پرلت خېمه ودرول.

دوی وايي، تر هغه وخته به دروازه خلاصه نه کړي، چي د دوی ږغ وا نه ورېدل سي.

وموغوښتل، چي د خلګو د ادعاوو اړوند د کندهار د ګمرک د رئیس نظر واخلو خو هغه ویل، تر څو چي وزارت ورته د خبرو کولو اجازه نه وي ورکړي، دوی له رسنیو سره خبري نه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...