زابل چي په دې وروستیو کي تر ټولو نا امنه ولایت بلل کیږي، خلګ يې د نا امنیو او د ولایتي مسئولینو د ناغېړیو څخه شکایت کوي.
د زابل قومي مشران وايي، د زابل امینت ډېر خراب دئ او که چیري مرکزي حکومت و دې ولایت ته پاملرنه و نه کړي، ممکن د دې ولایت ډېري سیمي د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندي سي.
دا قومي مشران وايي، په دې وروستیو کي د زابل په مربوطاتو کي د کابل – کندهار لویه لار چي ۱۷۰ کیلومتره کیږي، هره ورځ طالبان تلاښي باندي کوي، ځیني کسان د ځان سره بیايي او ځیني بیا د حکومت په تور وژني.
دا قومي مشران وايې، محلي مسؤلین او مرکزي حکومت دي زابل ته په امنیتي برخه کي توجه وکړي، کنې د دې ولایت امنیتي حالت به د ستر ګواښ سره مخ سي.
د کابل کندهار د لويې لاري یو شمېر موټر چلوونکي هم وايي، چي د زابل په مربوطاتو ډېري برخي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي او دوی په ورځني ډول طالبان ویني چي د خلګ او موټروانان څخه تلاښي کوي، دا موټروانان د زابل کشفي او استخباراتي مسئولین په خپلو دندو کي پاته راغلي بولي او د استعفاء غوښتنه ځیني کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون