خبريال: نثاراحمد (څپاند)
د افغان ځواکونو په مځکني او هوايي بريدونو کي ۵۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ددې ولايت امنيتي چار واکي وايي، چي په وژل سويو وسله والو طالبانو کي د هغوی څلور قوماندانان هم شامل دي.
د زابل امنيتي چارواکي په دې ولايت کي د لسګونو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي په زابل کي د ملي اردو د دوهمي پلي لوا قوماندان جنرال صديق الله صابري وايي، چي دغه پوځي عمليات د تيري يوې اوونۍ راهيسي د ګډو ځواکونو په ملتيا ددې ولايت په ميزاني او شاه جوۍ ولسوالۍ کي ترسره سوي دي.
نوموړی زياتوي، چي د زابل، روزګان او دکندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ يوه ډله وسله والو طالبانو ددې ولايت په ميزاني ولسوالۍ کي پر يو شمير پوستو بريدونه کړي وه، چي د ګډو ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ سول او پايله کي ۲۱ تنه وسله وال طالبان ووژل سول او ۲۸ نوريې ټپيان سول، چي په خبره يې په وژل سويو کي د هغوی څلور قوماندانان هم شامل دي.
جنرال صابري زياتوي، چي په همدې ورځ ددې ولايت په شاه جوۍ ولسوالۍ کي د ملي اردو په هوايي بريد کي لس وسله وال طالبان وژل سوي دي. ددوهمي پلي لوا قوماندان دغه راز زياتوي، چي په دې عملياتو اوبريدونو کي يو شمير وسلې او مهمات هم ددوی لاسته ورغلي دي. چارواکي په داسي حال کي د لسګونو وسله وسله والو طالبانو د وژلو خبره کوي، چي له څه مودې راهيسي د اتل په نوم پوځي عمليات د زابل تر څنګ په کندهار او روزګان ولايتونو کي هم روان دي.