خبريال: محمد يار (مجروح)
د کندهار د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، تراوسه په دغه روغتون کي د دا ډول ناروغانو لپاره د بستر اسانتيا نسته، خو د دې برخي لپاره هڅه کوي، چي فعاله يې کړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کي شاوخوا شپېته سلنه خلک په رواني ناروغيو اخته دي، چي ډېره برخه يې ځوانان جوړوي. د کندهار د عامې روغتيا رئيس محمد عظيم زمريال وايي، چي په کندهار کي د روغانو لپاره په ميرويس کي د بستر ځای نسته، خو دوی اوس هڅه کوي، چي يو ځانګړی وارډ جوړ کړي. هغه وايي، رواني ناروغانو ته اوس پاملرنه زياته سوې ده خو مخکي خاصه پاملرنه نه ورته کيدله.
د رواني ناروغيو ډاکتران وايي، جګړه، بې کاري، ناامني، د کورنۍ غړي له لاسه ورکول، کورنی تاوتريخوالی او داسي نور هغه لاملونه دي، چي له امله يې يو کس په رواني ناروغۍ اخته کيږي. ډاکتران وايي، په رواني ناروغي اخته کسان تر ډېره زړه نه ښه کوي، چي د خپلي ناروغۍ په اړه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي، ځکه خو د وخت په تېرېدو سره د ډيرو ستونزو سره مخ کيږي.
د عامي روغتيا رئيس وايي، له وزارت څخه يې غوښتي دي، چي په دې برخه کي ورسره همکاري وکړي تر څو هغه ناروغان چي ډيري ستونزي ولري هغوی بستر او درملنه يې وکړي. د اکټوبر لسمه د رواني ناروغيو نړيواله ورځ ده، دغه ورځ په ۱۹۹۲ کال کي د ملګرو ملتونو لخوا په وټاکل سوه. دا ورځ هر کال رواني ناروغۍ ته د ښې پاملرني په موخه د نړۍ په بېلابيلو هيوادونو کي لمانځل کيږي.