رپوټ: خالد همت
د کندهار د کرهڼي رئيس حفیظ الله سیدي وایي، د کرهڼي ریاست په پلان کي لري چي پر ۲ زره جریبه مځکه بزګرانو ته د مختفلو میوو باغونه جوړکړي، چي له دغه جملې څخه ئي تر اوسه زر جریبه مځکه بزګرانو ته په تجارتي باغونو پوښلې ده.
سیدي وایي، نور بزګران هم دوی ته مراجع کوي، چي په ډېر کم لګښت به د دوی له خوا تجارتي باغونه ور ته کښېښول سي، چي له دې سره به بزګران له دې لاري ښه عاید ولري او نشه يي توکو له کرهڼي څخه به لاس واخلي.
سیدي وایي، د ښار د ښکلا له پاره ئې یو لک نیالان په مختلفو برخو کي کښېنولي او څلوېښت زره نیالان نور هم دوی په پلان کي لري، چي په ځینو دولتي دفترونو، پوهنتونونو، روغتونونو، ښوونځیو او داسي نورو ساحو کي ئې توضیح کړي، چي له دې سره به له یوې خوا ښار ښکلی وي او له بلې خوا به چاپيریان هم پاک وساتي.
بلخوا دکندهار ښار نیال پلورونکي هم وایي، د تېر په پرتله سږ کال دوی ته زیات شمېر خلګ راځي او د مختلفو میوه جاتو نیالان رانیسي، ځکه له یوې خوا کال اباد دئ او له بلي خوا خلګ د سولي په نوم نیالګي ږدي تر څو په هیواد کي سوله راسي.
دغه راز بزګران هم وایي، خوښ دي چي سږ کال یو اباد کال دئ او دوی به وکولای سي ښه حاصلات واخلي.
د کرهڼي ریاست مسؤلین وایي، په پلان کي لري چي د کندهار په دوو ولسوالیو کي به په ۲۵ جریبه مځکه کي د خُرما نیالان بزګرانو ته کښیږدوي.