رپوټ: مهتمم صالح
دا چي د تاوتريخوالي اوونۍ مخ پر خلاصېدو ده، د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه اوونۍ ښه تېره سوه او تر ډېره د مرګ ژوبلي مخنيوی پکښي سوی وو.
دوی وايي، د جنګونو په هره ورځ به لسګونه کسان وژل کېده، خو په دغه اوونۍ کي څو محدودي پېښي سوي وې او په ډېره اندازه د مرګ ژوبلي مخه نيول سوې وه.
دوی زياتوي، که يوه ورځ اوربند وسي، سلګونه کسان به د مرګ ژوبلي څخه وژغورل سي.
دوی وايي، بايد يا دغه د تاوتريخوالي د کمېدو ورځي نوري هم ډېري سي او يا دي عمومي اوربند اعلان سي، څو نور هم د سولي له پاره زمينه برابره سي.
د ښاريانو په خبره، اوس هم سولي ته ښه زمينه برابره سوې ده، نو د جنګ ښکېل اړخونه دي د دغه موقع څخه په استفاده د سولي خبري چټکي کړي.
د تاوتريخوالي اوونۍ له پیل څخه تر اوسه په کندهار، کابل پکتيا، بلخ او روزګان ولایتونو کي امنيتي پېښي سوي وې، چي مرګ ژوبله ئې هم درلودل.
د دې تر څنګ ويل کيږي، چي راتلونکې شنبه به په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ د سولي توافق نامه لاسليک سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون