رپوټ: خالد همت
د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ نن اوله ورځ ده، چي په کندهار ښار کي د خلګو له خوا په ځانګړی مراسمو سره شروع سوه او یو شمېر کسان ښار ته راوتلي وه اتڼونه ئې کول.
د کندهار اوسېدونکي وایي، خوشحاله دي چي اووه ورځنی اوربند سوی دئ او یا هم تاوتریخوالی کم سوی دئ.
دوی وایي، نن د افغانانو له پاره د خوشحالیو ورځ ده، ځکه چي دوی په ډاډه زړه ژوند کوي.
دوی د جنګ د ښکیلو خواوو څخه غواړي، چي د دایمي اوربند او سولي په اړه دي یوې موافقې ته ورسیږي.
خلګ وایي، په هیواد کي که سر تاسري سوله راسي، د ژوند ټولو برخو کي به مثبت بدلون راسي او تر ټولو مهمه دا چي د افغانان وژنه به پایته ورسیږي.
د دوی په خبره، د افغانانو له پاره یوه ورځ اوربند هم ډېر مهم دئ، ځکه چي له امله ئې د ډیرو کسانو ژوند ژغورل کیږي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د تاوتریخوالي اوونۍ له پيل سره په ولسوالیو کي مخابراتي شبکوهم کار پیل کړی، چي اوس دوی له خپلو دوستانو سره خبري کولای سي او د هغوی له حاله ځان خبروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون