د ایران په قُم ښار کي دوه وګړي چي په کرونا وایروس اخته پېژندل سوي وه، مړه سوي دي.
د ایران د روغتیا وزیر دا خبر تأیید کړی دئ.
خو د قُم د طبي زده کړو د پوهنتون مشر تر دې پېښي یوه ورځ مخکي د ایران خبري اژانس ته خبر ورکړی وو، چي دوه وګړي په کرونا وایروس اخته سوي وه.
ایراني چارواکو ویلي چي دواړو وګړو د تنفسي ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د ایران د روغتیا وزیر ویلي چي په هغه هيواد کي د کرونا وایروس مثبتي پېښي په وروستیو دوو ورځو کي ثبت سوي دي.
هغه ویلي چي روغتیايي کارکوونکي قُم ته استول سوي او مشکوک کسان قرنطین سوي دي.
په چین کي هم د کرونا په وایروس د اخته کسانو شمېر نور هم زیات سوی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون