په بلخ کي د سرطان د درملني او کرونا د کنټرول مرکزونه جوړ سول

رپوټ: نورګل اندړوال
د بلخ په حوزوي روغتون کي په لومړي ځل د سرطان ناروغۍ د درملني او  کرونا وایروس د کنترول دوه مرکزونه په یو لک ډالرو جوړېږي.
دعامي روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز چي د دې مرکزونو پرانیستني ته راغلی وو، وايي، چي تر اوسه په هیواد کي د کرونا وایروس کومه پېښه نه ده ثبت سوې او هر ډول روغتیايي چمتوالي سته، څو د دې وایروس د خپریدو مخه په افغانستان کي ونیول سي.
فېروز وايي چي په ټول هیواد کي د هوايي میدانونو سربېره ۳۰۰ بسترونه فعاله دي څو د کرونا وایروس کنترول کړی.
دهیواد دعامي روغتیا وزیر وايي، چي هر کال په هیواد کي  شل زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي، چي له ډلي ئې ۱۱۰۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.  
وزیر وايي اوس د سرطان ناروغۍ درملنه په بلخ، کابل او هرات کي کیږي.
په ورته مهال د بلخ په حوزوي روغتون کي ډاکټران د کرونا وایروس د کنټرول په برخه کي د خپلو چمتووالو خبر ورکوي.
کرونا وایروس اوس په نړۍ کي د خطرناکو ناروغیو له ډلي څخه ده، چي میاشت وړاندي په چین کي د لومړي ځل له پاره کشف سو او ورځ تر بلي د نړۍ نورو هیوادونو ته د خپرېدو په حال کي دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...