په فراه کي سږکال د عنابو ۱۰۰ باغونه جوړېږي

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرهڼي وزارت په دغه ولایت کي د ۱۰۰ باغونو د جوړولو له پاره ۱۶ زره نیالګي پر باغوانانو وېشلي دي.

د کرهڼي وزارت د معلوماتو پر اساس دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کي جوړېږي.

عناب هغه وچه مېوه ده چي د ارزښت له مخي په سرو زرو مشهوره ده.

عناب د هيواد په ځینو سيمو کي خپله شنه کيږي او په ځینو نورو سيمو کي بیا د کرهڼي وزارت او خلګو له خوا کرل کيږي.

د افغانستان د کرهڼي وزارت مسئولین وايي، فراه د هيواد په سطحه د عنابو تر ټولو مهم تولیدوونکی ولایت دئ، چي اوس په دې ولایت کي پر یو زر و ۲۰۰ هکټاره مځکه عناب کرل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...