په چین کي د کرونا پېښي کمي سوي دي

چينايي چارواکو ويلي، نن درېيمه ورځ ده چي په کرونا وايروس د خلګو د اخته کېدو پېښي تر پخوا کمي سوي دي.

خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چي په دې اړه څه ويل تر وخت مخکي خبره ده.

چينايي چارواکو ویلي، پرون په دې وايروس ۱۴۲ کسان مړه سوي، چي د چين په قلمرو کي د مړو شمېر ورسره ١٦٦٥ کسانو ته ورسېد.

په چين کي په يوه ورځ په کرونا وايروس د خلګو د اخته کېدو د ٢٠٠٩ پېښو راپور ورکړل سوى، چي ورسره دا شمېر ٦٨ زره ٥٠٠ ته ورسېدی.

خو چينايي چارواکي وايي دا په کرونا وايروس د نوو پېښو د اندازې کموالى ښيي، ځکه ۳ ورځي مخکي په کرونا ويروس د خلګو د اخته کيدو د ١٥٠٠٠ پېښو راپور ورکړل سوى وو.

د هوبى ولايت چارواکو په وروستيو کي د دې ناروغۍ د کنټرول له پاره د تشخيص نوى ميتود خپل کړى دئ.

چينايي چارواکو ويلي ۹۴۱۹ کسان چي په دې وايروس اخته سوي وه، جوړ سوي دي او له روغتونونو رخصت سوي دي.

په ټوله نړۍ کي په دې وايروس ٦٩٠٠٠ کسان اخته سوي خو له چين د باندي يوازي د ۴ کسانو د مړينې راپور ورکړل سوى دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...