صافی: په لېرو پرتو سيمو کي د اکمالاتو لپاره چورلکي نه لرو

د افغانستان د سرحدي ځواکونو عمومي قومانداني وايي چي په ليرو پرتو سيمو کي د خپلو پوستو او ځواکونو د اکمالاتو لپاره چورلکي نه لري.

دوى دغه څرګندونې په داسې حال کي کړې چي څو ورځې مخکي د کونړ ولايت په غاښي پاس سيمه کي ډيورنډ پولې ته څېرمه د سرحدي پوليسو د يوې پوستې پنځه پوليس چي د څښلو اوبو پسې چينې ته تللي وو، چي د وسله والو له لوري ووژل شول. د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ويلي چي دغه پوليس د مرورې ولسوالۍ په غاښي پاس سيمه کي وژل شوي دي.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ وياند سفيرمحمد صافی وايي، چي د کونړ د غاښي پاس سيمې تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو غرنيزو سيمو کي دوى خپلو پوستو او ځواکونو ته د چورلکو له لارې اکمالات کوي. هغه زياته کړه چي دوى خپلې چورلکي نه لري، د اړتيا پر مهال کله چي پوستو ته اکمالات کوي او يا هم ټپي، ناروغان او جسدونه لېږي نو له ملي دفاع وزارت څخه په دې برخه کي مرسته غواړي.

صافى وايي، د ملي دفاع وزارت لومړى يوه فورمه ورکوي او د فورمې تر ډکولو وروسته بيا د دغه وزارت له خوا نور اقدامات کيږي. د افغانستان حکومت وايي چي امريکا ورسره د چورلکو د مرستې ژمنې کړې، يو شمېر يې ورکړې او تر راتلونکو درو کلونو پورې به شاوخوا ١٢٠ نورې چورلکي افغانستان ته وسپاري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...