د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د فارياب ولايت په قيصار او غورماچ ولسواليو کي د طالبانو د پنځو قوماندانانو په ګډون، لسګونه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي په يادو ولايتونو کي د افغان ملي ځواکونو په تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو کي، د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کړې ده. د خبرپاڼي له مخي، په وژل سوو کسانو کي د طالبانو پنځه مشهور قوماندانان، ملا حکيم، ملا گلبدين، ملا عبدالخالق، ملا ولي او ملا رحمت الله شامل دي. د کورنيو چارو وزارت وايي، په دې عملياتو کي افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
د يو بل خبر له مخي هم ياد وزارت وايي، چي د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کي يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي طالبانو د ګيان ولسوالۍ د سرحدي پوليسو په څو پوستو باندي بريدونه وکړل، چي د پوليسو په ډزو کي پنځه طالبان وژل سوي او اته تنه نور يې ټپيان سوي دي. ددې دواړو پېښو د تلفاتو په تړاو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.