په کندهار د پوليو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح

د اکټوبر ۲۴مه، چي په ټوله نړۍ کي د پولیو له ناروغۍ سره د مبارزې د ورځې په توګه لمانځل کيږي، نن په کندهار کي هم ولمانځل سوه.

په مراسمو کي د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، چې نړیواله ټولنه د پولیو په مقابل کي له افغانانو سره ولاړ ده نو افغانان باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

پخلا وايي، پولیو یوه وژونکي او خطرناک ناروغي ده او ټينګار يې وکړ، چې له پنځو کلونو کښته کوچنیان باید حتمي واکسین سي، تر څو د دغه ناروغۍ د مخنيوي له پاره ټول کوچنيان وقايه سي.

پخلا وويل، که څه هم واکسين تطبقيږي خو لا هم دغه پيښي نه کميږي، چي لاملونه يې غربت، فقر، نا امني، د نورو ولايتونو او پاکستان سره پراخ تګ راتګ او نور لاملونه دي، چي دغه ناروغي لا هم سته.

د کندهار مرستیال والي حاجي آغا لالي دستګیري غونډي ته د وینا پر مهال وویل، پوليو د انسان ژوند اتيا سلنه له منځه وړي.

دستګري وايي، وسله والو مخالفانو د روغتیا په ګډون د زده کړي مخالفت کړی دئ او اوس يې هم کوي.

هغه له قومي مشرانو، علماوو او عامو خلکو وغوښتل، چي د دې بشري مرستو په برخه کي همکاري وکړي.

په غونډه کي دیني عالم مولوي حبیب الله هم خبري وکړې.

هغه وویل، چي سالم او روغ انسان د الله ج عبادت په سمه توګه کولای سي، نو ځکه باید خپلي روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړو.

دی وايي، واکسين د یوې ناروغۍ وقايه ده، چي رسول الله ص هم د وقايې په ډول وايي، چي د ناروغۍ د انتقال د مخنيوي لپاره بايد له يو او بل ته تګ راتګ ونه کړي، تر څو هغه ناروغي انتقال نه سي.

ولایتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د تيرو څو کلونو راهیسي د واکسین تر څنګ د روغتیا او تعلیمي پروګرامونو مخنیوی کړی، چي له همدې امله د واکسين په هره دوره کي ۴۵ زره ماشومان له واکسين څخه پاتېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...