سور صليب افغانستان کي خپل فعاليتونه محدودوي

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کي د امنيتي ګواښونو له امله په خپلو فعاليتونو کي د پام وړ کموالی راولي.

سور صليب دغه اقدام وروسته له هغه کوي، چي په روان کال کي ددې نړيوالي مرستندويي ټولني ۷ کارکونکي په حملو کي وژل سوي دي. د افغانستان لپاره د سره صليب مشري مونيکا زيناريلي تېره دوشنبه په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي زموږ په وړاندي خطرونو موږ ته ډېري ستونزي او اندېښنې راپورته کړي دي او له دې پرته چي په افغانستان کي په ډېره اندازه خپل فعاليتونه کم کړو، بله چاره نه لرو.

هغې زياته کړه، دغه پرېکړه به يې په تېره بيا د افغانستان په شمال کي په مزارشريف او کندوز کي پر دفترونو چي يا په بشپړه توګه وتړل شي، يا به يې د کارکوونکو شمېر کم شي، اغېز وکړي. سور صليب له څه باندي ۳۰ کلونو راهيسي په افغانستان کي فعاليت کوي او په دې هېواد کي د بشري مرستو څلورمه لويه ټولنه ګڼل کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...