خبريال: جواد (داوري)
په هلمند کي د څه کم اووه ميليونه افغانيو په لګښت د واټرګېټونو د جوړېدو چاري پيل سوې. دغه ۹۱ واټرګېټونه يا د اوبو د تنظيم دروازې دکرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري په مرکز لښکرګاه او نهرالسراج ولسواليو کي جوړيږي.
د کرني رياست چارواکي وايي، دغه کار به د کرونده ګرو سره د اوبو په ښه تنظيم کي زياته مرسته وکړي او هڅه کوي، دغه پروسې ته لا پراختيا ورکړي.
د هلمند د کرني او مالداري رئيس احمدشاه خيري وايي، ددغو ګېټونو لګښت څه کم ۷مليونه افغانۍ کيږي، چي د اړونده وزارت له لوري ورکول کيږي او هڅه کوي، تر نورو ولسواليو هم دغه لړۍ وغځوي.
دغه راز په ټولنيزو چارو کي د هلمند ولايت مقام مرستيال او سرپرست والي بسم الله روحاني وويل ،چي د اوبو د تنظيم د يادو دروازو په جوړېدو به دکرونده ګرو ډېري ستونزي هواري او په ډېري اسانۍ به يې تر ځمکو اوبه ورسيږي.
نوموړي زياته کړه، ولايت مقام هڅه کوي، چي په بېلابېلو برخو کي د خلکو لپاره اسانتياوي برابري او د رغوني چارو ته لا پراختيا ورکړي.
په هلمند کي واټر ګيټونه يا د اوبو د تنظيم دروازې ځکه اړيني بلل سوي دي، چي وړاندي به کرونده ګرو دې برخه کي ډېري ستونزي درلودې ،خو له دې لاري به وکولای سي اوبه په ښه ډول تنظيم او خپلي ځمکي پرې خړوبي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون