د هند په اُتر پردېش ایالت کي سېلابونو تقریباً سل کسه وژلي دي

د هند په اترپردیش او بهار ایالتونو کي سختو بارانونو او سیلابونو په تیرو دریو ورځو کي څه دپاسه ١٠٠ کسان وژلي دي.

د اترپردیش ایالت چارواکي وایي د جمعي ورځي راهیسي د موسمي بارانونو په نتیجه کي سیلابونه راغلي او ٧٩ کسان یې وژلي دي.

د دې ایالت په گاونډ کي په بهار ایالت کي هم لږ تر لږه ٢٥ کسان د سیلابونو په وجه مړه سوي دي.

چارواکي وایي په دغو دوو ایالتونو کي د یو شمېر ښارونو لاري، کوڅې او ودانۍ د سیلابونو اوبو لاندي کړي دي.

د رپوټونو له مخي د هند د کلنیو بارانونو٧٥ فیصده د جون او سپتمبر په میاشتو کي اوري، خو سږکال د دې هیواد په ځینو برخو کي تر ټولو سخت بارانونه سوي او سیلابونه راغلي دي.

د دې جملې څخه د بهار ایالت مرکز پتنا ښار تر ټولو سخت ځپل سوی دئ.

د هند د هوا پېژندني اداره وایي پر دې ایالت باندي د سختو بارانونو شاید ژر و درېږي.

د دې تر څنگ په کشمیر، شرینَگر او نورو سیمو کي هم سخت بارانونه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...