پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احتمالي سفر، د مشرانو جرګې د ځينو غړو له غبرګون سره مخ سوی دی.
ددغ جرګې يو شمېر غړو تېره يکشنبه د جرګې په عمومي غونډه کي وويل، پاکستان اوس هڅه کوي، چي ځان د نړيوالي ټولني له فشارونه ګوښه کړي، خو افغان حکومت ته پکار ده، چي په دغه حساس وخت کي، د هغه هېواد په سياسي پلمو تېر نه وځي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار وايي، په دې اړه يې له جمهور رئيس سره خبري کړي دي او جمهور رئيس ويلي دي، چي د يو لړ لازمو مشورو وروسته به اسلام اباد ته سفر وکړي.
مسلميار ټينګار کوي، کوم نړيوال فشارونه چي پر پاکستان راوړل سوي دي، افغان حکومت دي ترې ګټه واخلي. پاکستان ته د ولسمشر د سفر په اړه غبرګونونه په داسي وخت کي ښودل کيږي، چي د پاکستان لوی درستيز تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره يې ليده کاته وکړل او له ولسمشر اشرف غني يې غوښتي وه، چي اسلام اباد ته سفر وکړي.
د مشرانو جرګې ځيني غړي داهم وايي، افغانستان ته د پاکستان د لوی درستيز قمر جاويد باجوه له سفر وروسته، د افغانستان د کنړ او ننګرهار پر ولايتونو د پاکستان د راکټونو توغول پيل سوي دي.