د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، طالبان د کابل په ډيپلوماتیکه سیمه کي په موټربم برید سره، چي یو امریکايي پوځي هم پکښي ووژل سو، له حده واوښتل او دا د دې سبب سو چي ولسمشر ډونالد ټرمپ په کمپ ډېویډ کي د افغانستان د سولي پلان سوي خبري لغوه کړي.
پامپیو ویلي، اوس دا په طالبانو پوري تړلې ده، چي خپل چلند بدل کړي، خو وې نه ویل چي ایا له طالبانو سره به خبري بیا پیل سي او که نه.
پخوا پامپیو ته نژدي کسانو ویلي وه،
چي دی چمتو نه دئ له طالبانو سره د سولي
موافقه لاسلیک کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکا او طالبان موافقې
ته نژدې سوي وه.
پامپیو
په عین حال کي منلې چي امریکا به هم پر
طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي او د ده
په خبره یوازي په تيرو ۱۰ ورځو کي تر ۱۰۰۰
زیات طالبان په جګړو کي وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون