د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه کړل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه کړل.
ټرمپ څو ساعته دمخه پر خپل ټویټر ولیکل، چي دغه مذاکرات په کابل کي د طالبانو د وروستي برید په دلیل لغوه سول.

د ټرمپ په وینا ټاکل سوې وه نن د یکشنبې په ورځ د کمپ ډېویډ په تفریح ځای کي د طالبانو د لوړپوړو مشرانو او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه توګه لیدنه وکړي.
ټرمپ زیاته کړه:”متاسفانه د طالبانو ډلي د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کي د یو برید مسئولیت ومانه، چي په هغه کي زمونږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل سول.”

دغه برید چي د تیري پنجشنبې په ورځ  په کابل کي د عبدالحق څلور لاري ته نژدې وسو، د یو امریکایي سرتیري تر څنګ د ناټو ځواکونو یو رومانیایي سرتیري او لس  ملکي افغانان ووژل سول او ۴۲ تنه ټپیان سول.
ټرمپ وویل چي له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکرات يې لغوه کړل.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان د یوې پوښتني په بڼه لیکلي دي: “څه ډول کسان بې شمېره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟”
ټرمپ وویل، چي طالبانو په کابل کي په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکي “خراب” کړ.
ټرمپ زیاته کړه چي طالبان نه سي کولای د سولي “دغو ډیرو مهمو” مذاکراتو کي پر اوربند توافق وکړي او حتا ۱۲ بېګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو “معنی داره” موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

د افغانستان حکومت ویلي، چي په دې اړه به وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

طالبانو لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

=============

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...