ټایمز مجله د افغان او اروپایي چارواکو له قوله لیکي چي د امریکا د بهرنو چارو وزیر د طالبانو سره د سولي موافقه نه لاسلیکوي.
امریکایي رسنۍ ټایمز مجله د ځینو امریکایي او افغان چارواکو له قوله (چي نومونه یې نه دي څرګند سوي) لیکي، چي په داسي حال کي چي امریکا د طالبانو سره سولي ته نژدې سوې ده، د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو سره موافقه نه لاسلیکوي.
مجله د ځینو هغو امریکایي او افغان چارواکو له قوله چي د موافقې د جزئیاتو څخه خبر دي لیکي، چي د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو سره د سولي له پاره د نهه پړاوونو څخه وروسته د یوې موافقې متن لیکلی دئ، چي دغه په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو د اتلس کلني حضور څخه وروسته د سولي له پاره لومړنی اقدام دئ.
مجله زیاتوي چي د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر د سيپټېمبر پر مه٣ د ولسمشر ټرمپ سره د سولي د موافقې متن ته د کتني له پاره ملاقات وکړ او که ټرمپ د دغي موافقي تائید وکړي نو شاوخوا ٥۴٠٠ امریکایي ځواکونه به د افغانستان څخه بیرته و ایستل سي.
تر اوسه پوري د امریکا د بهرنيو چارو وزرات پر دې راپور تبصره نده کړي.
له بلي خوا د افغانستان حکومت د امریکا څخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د موافقتنامې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.