په هلمند کي د ماهیانو (۳۰۰) فارمونو ته یو لک کوچني ماهیان ورکول سوه

رپوټ: جواد داوري

په هلمند کي ۳۰۰ د ماهیانو د روزلو فارمونه سته، چي هر ډېرو ته به يې په وړیا ډول د کرهڼي ریاست له لوري تر (۲۰۰۰) پوري کوچني ماهیان ورکړي، ترڅو په فارمونو کي يې وروزي او په دې سره ډیرو کسانو ته د کاروبار زمینه هم برابره سي.

د هلمند کرهڼي ریاست په تحقیقاتي فارم کي د یاد ریاست اړوند دوه د ماهیانو د روزلو فارمونه جوړ کړي، چي ۷۰۰۰ ماهیان پکښي روزل کیږي.

د کرهڼي رئیس زلمی الکو وايي: سره له دې چي هلمند کي يې د ماهیانو فارم لرونکو کوچني ماهیان و وېشل، ترڅنګ به يې د فارم ټولو کارکوونکو ته روزنه هم ورکړي او د دې ترڅنګ به دوی په تحقیقاتي فارم کي، چي لوی فارمونه يې جوړ کړي دي، ټول هغه هلمندي ماهیان روزونکو د روزني طریقه ور وښيي.

بل پلو د ماهیانون روزونکي وايي: د ماهیانو په روزنه کي دلته پرمختګ سوی دئ، د دوی په وینا دا ماهیان بازار هم لري او سره له دې چي په هلمند کي کاریږي، نورو ولایتونو ته هم صادریږي.

سره له دې چي په هلمند کي د ماهیانو د تولید صنعت پرمختګ کړی، خو بیا هم له پاکستان څخه د ژمي په موسم کي ماهیان راځي او دلته يې پر دوکاندارانو په لوړه بیه خرڅوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...