ولسمشر غني په کابل کي د شاه دوشمشېره جامع جومات د بیا رغوني د کار پرانيستنه وکړه

له ارګه په يوه استول سوې خبرپاڼه کي راغلي،  په دغو مراسمو کي چي د ارګ په چارچنار ماڼۍ کي نیول سوي وه، پکښي د غازي امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیې او شهزادګۍ ناجیې، یو شمېر دیني عالمانو او د کابل ښاریانو ګډون درلود.

د ښارجوړولو او مځکو وزارت سرپرست په دې غونډه کي ویلي، د تدارکاتي مرحلو له بشپړېدو وروسته د دې پروژې قرارداد د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په ارزښت له افغاني ساختماني دستګاه سره سوی او د راتلونکي کال د تلې تر ۱۵ نېټې پوري بشپړېږي.

ولسمشر دې مراسمو ته په وینا کي ویلي، د ویاړ ځای دئ چي د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیا رغوني کار د پیل په مراسمو کي د غازي شاه امان الله خان لوڼي حضور لري.

هغه زیاته کړه، جومات د خدای کور او د مسلمانانو د اجتماع مرکز دئ او په دې کي شک مه لرئ، د جمهور رښیس او ټول دولت وظیفه دا ده چي جوماتونه جوړ او مرمت کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...