په تیرو اوو میاشتو کي دوه لکه اووه لس زره کسانو د جګړو له امله خپل کورونه پرې ايښي دي

ملګري ملتونه وايي چي د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کي دوه لکه اووه لس زره خلګ د جګړو له کبله د خپلو کورونو او مېنو پرېښولو ته مجبوره سوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر په یوه بیان کي چي پرون خپور سو ویلي دي، چي د دومره زیات شمېر خلکو بې ‌ځایه کيدو په جګړه ځپلي افغانستان کي په لویه کچه د بشري مرستو اړتیا رامنځته کړې ده.

اوچا په خپل راپور کي زیاتوي چي په دې بېځایه سوو کورنیو کي په سلو کي ۵۸ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره اټکل کوي چي نږدې یو مېلیون تنه کورني بې ‌ځایه سوي به د کال تر پايه بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

اوچا په خپل بیان کي همداراز ویلي چي په تېرو اوو میاشتو کي شاوخوا دوه لکه ۷۰ زره افغانان له ایران څخه چي اقتصادي بحران پکښي په زیاتېدو دئ او څه کم ۱۷ زره نور له پاکستان څخه خپل هيواد ته ستانه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...