د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره له طالبانو سره د امریکا د سولي پروګرام په اړه خبري وکړې.
دغه ناسته چي د جمعې په ورځ وسوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخي د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن، د دفاع وزیر مارک سپر، د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ او د افغان سولي په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزا هم ګډون کړی وو.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان سولي په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبري د (اګست پر ۱۲مه) له کومي موافقې پرته پای ته ورسېدې، دواړو لورو وویل، چي د راتلونکو ګامونو په اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
د جمعې په ورځ د یادي غونډي تر پایته رسېدو وروسته ولسمشر ټرمپ هم وویل، چي د افغانستان په اړه یې یوه ښه غونډه لرل.
نوموړي پر خپل ټويټر لیکلي، په افغانستان کي له مخالفینو سره د ۱۹کلني جګړې د پایته رسولو له پاره د امکان په صورت کي د یو ښه توافق په لټه کي دي.