ټاکل سوې چي د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي د دغه هيواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټرپاڼه لیکلي، چي د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ تاشکند ته ورسېد او د افغانستان له پاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت ایرکاشیف له خوا یې په هوایي ډګر کي هرکلی وسو.
سهیل شاهین تر دې وړاندې په یوه بل پیغام کي لیکلي وه، چي په قطر کي د امریکا او طالبانو تخنیکي ټیمونه د سولي خبرو پر تخنیکي جزیاتو کار ته دوام ورکوي.
د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولي د خبرو د اتم پړاو په درېیمه ورځ له قطره د هند پر لور ولاړی، څو د ده په وینا، د افغانستان د سولي په اړه له هندي چارواکو سره خبري وکړي.