د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د مذاکراتو د درېیمي ورځي په پای کي خبریالانو ته وویل، چي اوس هند ته ځي، خو د دواړو لورو کاري ټیمونه به مذاکراتو ته دوام ورکړي.
خلیلزاد وايي، چي هند ته یې د سفر هدف د افغانستان د سولي د پروسې له پاره د پراخ نړیوال ملاتړ راجلبول دي.
خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي دي، په کابل کي د تېري اوونۍ د فوق العاده پرمختګ سربېره، ده تیري څو ورځي په دوحه کي تیېري کړي، اوس يې طاالبانو سره پر هغو پاته موضوګانو تمرکز وکړ، چي ښايي هغوی سره بالقوه معامله بشپړه کړي او دوی ته د شرایطو پر بنسټ د ځواکونو د ایستلو اجازه ور کړي او په خبره يې دوی فوق العاده پرمختګ کړی.
د خلیلزاد په وینا په جزیاتو باندي موافقه حیاتي اهمیت لري.
په دوحه کي خبریالان وايي چي د دواړو اړخونو له استازو سره د خبرو داسي معلومیږي چي د سولي د موافقې د لاسلیک مشخصه نېټه لا معلومه نه ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون