د کندهار والي :د افغان ځواکونو سره د جګړې ډګر معلوم دئ

رپوټ: محمد یار مجروح

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د افغان ځواکونو سره د جګړې سیمي معلومي دي او وسلوال دي د ملکي کسانو پر لارو ماینونه نه ښخوي.

پرو دوشنبه د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالي پر لویه لار د درازاب په سیمه کي پر یوه مازدا ډوله موټر د ښخ سوي ماین چاودني ۱۳ کسان و وژل  او تر دېرش ډېر نور پکښي ټپیان سوه.

د عیني شاهدانو په خبره د پيښي قربانیان د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وه، چي په یوه مازدا موټر کي  د شاه آغا زیارت پر لور روان وه.

د کندهار ولایتي ادارې دغه پيښه غندلې او د پېښي له قربانیانو سره یې د مرستو ژمنه کړې ده.

د کندهار والي حیات الله حیات له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي په یاده پېښه کي وژل سوي ډېري ښځي او کوچنیان دي.

دده په خبره د افغان ځواکونو سره د جګړې سیمي معلومي دي او وسله وال دي د ملکي کسانو پر لارو ماینونه نه ښخوي.

که څه ددغه پيښي مسئولیت چا نه دئ منلی، خو د کندهار والي وايي، ښخ سوی ماین د وسله والو طالبانو کار دئ.

د خاکرېز لویه لار هره ورځ  د افغان ځواکونو له لوري څارل کیږي، خو هغه سیمي چي له امنیتي پوستو لیري وي کیدای سي د ورځي پر مهال هم طالبان پکښي ماینونه ښخ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چي په افغانستان کي  د ۲۰۱۹ کال په لومړیو پنځو میاشتو کي شاوخوا درې زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي کمه برخه يې د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کي وژل سوي او پاته ډېره برخه يې بیا پر وسله والو ډلو ور اړوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...