پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ مذاکراتو ټینګار کړی دئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیل ټینګار کړی دئ.
کرزي چي په چین کي د نړیوالي سولي اتم کنفرانس ته خبري کولې وویل، چي سولي ته د رسېدو یوازنۍ لار د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبري دي.
کرزي ویلي چي د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو کي هم پرمختګونه سوي او همدارنګه ئې په دوحه کي د بین الافغاني ناستي خبري رغوونکي بللي.
 کرزی وايي افغانان باید د هيواد په راتلونکي سیاسي نظام کي د طالبانو د ګډون له پاره زمینه برابره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...