خبريال: محمد يار (مجروح)
د لويي لاري موټر چلونکي وايي، چي د کابل کندهار لويه لار د پخوا په پرتله ډېره خرابه سوې ده.
له لويه سره جګړه هغه پديده ده، چي د افغانستان ټولي لويي لاري يې خرابي کړي دي، خو موټر چلوونکي د يادي لويي لاري د خرابوالي بل لامل په لويو موټرانو کي د زيات وزن وړل بولي. موټر چلونکي وايي، ځکه موټرونه په زيات وزن باروي، چي پر لويه لار د پوليسو له لوري پيسې ځني اخيستل کيږي، نو مجبوره دي موټران په زياته اندازه بار کړي.
د کابل کندهار لويي لاري موټر چلوونکي وايي، په دې وروستيو کي لويه لار ډېره خرابه سوې ده او دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د لويي لاري موټر چلوونکي وايي، د کابل کندهار پر لويه لار ټول پلونه او پلچکونه خراب سوي دي او د بيا رغولو لپاره يې څو ځله وعدې ورکول سوي دي، خو عملاً کار يې نه دی پيل سوی.
دوی وايي، دلاري د خرابوالي سره هره ورځ ترافيکي پيښي رامنځ ته کيږي او لسګونه کسان پکښي خپل ژوند له لاسه ورکوي. دوی له دولته د لويي لاري امنيت او د سړک د بيا رغولو غوښتني لري.
بل خوا بيا يو شمېر موټر چلوونکي د سړک د خرابوالي بل لامل په زياته اندازه د موټرونو بارول بولي او وايي، د سړک ډېري سيمي د موټرانو د زيات وزن له امله خرابي سوي دي. دوی مني، چي د زيات وزن بارول غير قانوني عمل دی، خو وايي، مجبوره دي، چي موټر په زيات وزن بار کړي.
موټر چلونکي وايي، موټرونه ځکه په زيات وزن باروي، چي د لاري په اوږدو کي د پوليسو له لوري ورڅخه په زياته اندازه پيسې اخيستل کيږي، خو که موټر په زيات وزن بار نه کړي، دوی ته کرايه نه ور ګټي.
دوی د غزني د مقر ولسوالي او د هرات په لويه لار بيا د ګرشک ولسوالي هغه سيمي بولي، چي پوليس پکي د بار وړونکو موټرونو څخه په يوه او بله بهانه په زرګونه پيسې غواړي، هڅه مو وکړه، چي دکابل کندهار د لويي لاري په اړه د فوايد عامې وزارت نظر هم واخلو، خو د زياتو هڅو سره-سره ونه توانېدو، چي ددغه وزارت نظر ترلاسه کړو.