د امریکا او طالب مرکچیان به نن د قطر په پلازمېنه دوحه کي د افغانستان د سولي په اړه خپلې خبرې له سره پیل کړي.
د دوی خبري د دوحې د بین الافغاني ناستي په خاطر ځنډېدلي وې.
د افغان سولي له پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون ویلي وه، هیله مند دئ چي نن پر مهمو مسائلو لا زیات پرمختګ وسي.
ده وویل، پر هغو مسایلو چي دوی بحث کوي، له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان کي
د امریکايي ځواکونو د حضور راتلونکی، د افغانانو تر منځ خبري او اوربند دي.
خلیلزاد له طالبانو سره اووم پړاو خبري تر ټولو دورو ډېري ګټوري بللي.
هاخوا د افغان حکومت یوه مقام ویلي چي امریکایان له طالبانو سره جوړجاړي ته ډېر نږدې سوي او هم یې له افغان حکومت سره د هغه هوکړه ليک متن شريک کړی، چي دوی د طالبانو سره د موافقې له پاره تیار کړی.
د دغه مقام په خبره، د موافقې په دې متن کي راغلي، چي امريکايي پوځيان به په مرحله وار شکل هغه وخت له افغانستانه وتل پیل کړي، چي طالبان افغان حکومت سره خبرو ته راضي سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون