د قطر په پلازمېنه دوحه کي د افغانستان د سولي په تړاو بین الافغاني ناسته د تاوتریخوالي په بندېدو او د سولي د خبرو په دوام پایته ورسېده.
د دې ناستي په پرېکړه لیک کي چي د شپې ډېر ناوخته خپور سو، په عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتني تضمین، د سولي د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بنديانو خوشي کېدل مهم موارد دي.
د (اته ماده ایز) پرېکړه لیک په پنځمه ماده کي د ناستي ګډونوالو د جنګ پر ښکېلو خواوو ږغ کړی، چي په ديني، مذهبي بنسټونو، روغتونونو، ملکي تعلیمي او تحصیلي مؤسسو، بازارونو، بندونو او کارځایونو بریدونه بند سي.
د یادي مادې یو بل بند ټینګار کوي چي د خلکو د سر او مال د ساتني تضمین دي وسي او د ملکیانو تلفات دي صفر ته راکم سي.
د یاد پرېکړه لیک یوه مهمه برخه په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي برخو کي د اسلامي ارزښتونو پر اساس د ښځو د حقونو تامینېدل دي.
د افغانستان د سولي په تړاو د دې بین الافغاني ناستي ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چي د دایمي، ټولمنلي او با ثباته سولي تامین د ټولشموله بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کي ممکن دئ.
د غونډپ ګډونوالو ټینګار کړی، چي د افغانستان د سولي هوکړي دي په یوه نړیوال کنفرانس کي تائید او د اړوندو شرایطو په بشپړېدو سره دي د سولي پروسه پيل او د سولي د تړون پر تطبیق باندي څار وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون