د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چي
پرون د شنبې په ورځ ماپښین مهال پیل سوي، ډېري حساسي دي.
دا خبره د سولي په
خبرو کي د ښکيلو لورو چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط لویدیځو خبري
آژانسونو ته کړې ده.
که څه هم په دوحه کي د افغانستان د سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال مشر او د طالبانو د دوحه د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوو ترمنځ د پیل سوو خبرو جزئیات نه دي په ډاګه سوي، خو یوه جګ پوړي امریکایي چارواکي چي نوم یې پټ ساتل سوی رویټرز آژانس ته ویلي، چي دواړه لوري د هیلو یو رښتنی احساس کوي، هغه رواني خبري حساسي وبللې، چي په وینا یې یا به جوړجاړی وسي یا هم ښایي نه.
په قطر کي د طالبانو یوه مشر چي د هغه نوم هم پټ ساتل سوی ويلي، چي دغه خبري به ډېري حساسي وي.
د دواړو لورو ترمنځ د دغه اووم پړاو خبرو تر پیلېدو دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کي ورته هیله ښودلې او ویلي یې وه، چي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعني شاوخوا دوو میاشتو کي به د سولي یو تړون وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون