افغان کډوال په پاکستان کي یو کال نور هم پاته کېدلای سي

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د اوسېدلو نیټه د یوه بل کال له پاره غځولې ده.
په پاکستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا په یوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د پاکستان د حکومت کابینې دغه نېټه د یوه بل کال له پاره غځولې ده.
سرچینې زیاته کړې، چي په پاکستان کي ۱،۴ میلیونه راجستر سوي افغان کډوال مېشت دي او دوی کولای سي، په قانوني توګه د یوه بل کال له پاره هلته پاته سي.
په پاکستان کي د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان د دغه اقدام هرکلی او ستاینه کړې ده.
د دې ادارې مشري مینیکدیویلا ویلي، چي پاکستان له تیرو څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه توب کوي او دوی به له پاکستان سره په دې برخه کي خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...